1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تخار ځانمرگي بريد د جنرال داود تر څنگ درې الماني عسکر ووژل

۱۳۹۰ خرداد ۷, شنبه

افغان امنيتي چارواکو او د ناټو وياند د دې خبري پخلی کړی دی چي په دغه بمي بريد کي افغان او بهرنيو عسکرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. په شمال کي د ايساف المانی قومندان مارکوس کنايپ د پيښي ژوندی وتلی دی

https://p.dw.com/p/11PtU
تازه خبر
تازه خبر

د افغانستان په شمالي ولايت تخار کي د چارواکو پر يوې امنيتي غونډي بمي بريد افغان او ناټو عسکرو ته مرگژوبله اړولې ده. چاودنه د تخار د والي په دفتر کي رامنځ ته سوېده چي په ترځ کي يې د نوموړي ولايت د والي عبدالجبار تقوی د ژوبل کېدو خبرونه هم رسېدلي دي. د ناټو وياند د رائټرز خبري آژانس سره د خبرو پر وخت د دغي پيښي پخلی کړی دی.

د افغان چارواکو په وينا په پېښه کي لږ تر لږه درې الماني عسکر هم وژل سوي دي. په شمال کي د ايساف المانی قومندان جنرال مارکوس کنايپ د دغي پيښي څخه ژوندی وتلی دی.

د ناټو وياند ټيم جېمز ويلي دي چي ناټو د هغې پيښي پخلی کوي چی په تالقان کي د والي په ماڼۍ کي رامنځ ته سوېده. وياند زياته کړې چي داسي نخښي نښانې سته چي په بريد کي افغانو او د ايساف عسکرو ته مرگژوبله اوښتې ده.

ځايي امنيتي چارواکي لعل محمد احمدزي و رسنيو ته ويلي دي چي دغه يو ځانمرگی بريد ؤ چي د يوې امنيتي غونډي پر وخت تر سره سو. نوموړي ويلي دي چي جنرال داؤد داؤد او والي ته زيان ندی اوښتی.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکې: برېښناصابر