1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار ښار بريدونه د محبس څخه تښتېدلي بنديانو تر سره کړي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن خبر ورکړ چي د کندهار په ښار کي د تيري ورځي راهيسي د پيل سوي يرغل په ترځ کي يې ۲۳تنه ځانمرګي بريد کونکي وژلي او څلور يې ژوندي توقيف کړي دي.

https://p.dw.com/p/11Be4
د کندهار ښار د شهيدانو چوک
د کندهار ښار د شهيدانو چوکانځور: DW

تيره ورځ يوي ډلي وسله والو طالبانو چي ويل کيږي ډيری يې د کندهار له زندان څخه تښتيدلي زور پالي ول په دغه ښار کي د والي پر دفتر، د ملي امنيت پر ادارې ، د ترافيکو پر رياست او د نظم خاص پوليسو پر قوماندانۍ بريدونه وکړل.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري نن په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل چي افغان ځواکونو په دغه جګړه کي په مسکلي توګه عمل کړی او تر اوسه يې ډير دولت ضد وسله وال وژلي، ژوبل کړي او ژوندي نيولي دي.

« په مجموعي توګه ۲۳ تنه بريد کونکي چي له ډلي څخه يې اته تنه ځانمرګو بريد کونکو ځانونه هم الوزولي وژل سوي، ۴ تنه نيول سوي، دوه انتحاري واسکټونه د پوليسو لاس ته ورغلي دي».

د کورنيو چارو وزارت نطاق وويل چي ټول وژل سوي هغه کسان دي ، چي د کندهار له مرکزي زندان څخه تښتيدلي دي.

شاوخوا ۴۵۰تنه سياسي بنديان د غويي پر پنځمه ديوه تونل له لاري د کندهار له مرکزي زندان څخه تښتيدلي و.

د هغه په وينا، ددي نښتي په لړ کي د امنيتي ځواکونو دوه سرتيري هم وژل سوي او د ملکي خلکو په ګډون ۴۰ تنه نور په ژوبل حالت کي روغتونونو ته انتقال سوي دي.

« په دې پيښه کي د ١٥ ملکي کسانو ، ١٢ پوليسو ، د ملي امنيت د ١١ کارکوونکو او د ملي اردو د دوه سرتيرو په ګډون څلويښت تنه ټپيان سوي دي».

جگړه نن هم په کندهار کي روانه ول. د کورنيو چارو وزارت وياند د هغه پوښتني په ځواب کي چي ولي د ساعتونو ساعتونو په تيريدو دغه بغاوت مخه لا هم نده نيول سوي.

« جګړه ددې لپاره اوږده سوه ، چي امنيتي ځواکونو نه غوښتل ملکي کسانو ته زيان ورسيږي، پوليسو ډير مسلکي برخورد وکړ او له همدې امله ولسي خلکو او پوليس سرتيرو ته لږ تلفات اوښتي»

د يادولو وړ ده چي کندهار د افغانستان په جنوب کي پروت هغه ولايت دی چي له سياسي او نظامي پلوه حکومت او زور پالو دواړو ته خاص اهميت لري.

د سياسي چارو کارپوهان کندهار د جنوبي افغانستان زړه بولي چي په دغه سيمه کي هر راز ګډوډي کولای د افغانستان حالت له ستونزو سره مخ کړي.

ښاغلي بشري هم دا ومنله چي حکومت ضد جګړه مار هڅه کوي په کندهار کي امنيت زيانمن او له دغه لاري په نورو پرتو ولايتونو کي خپل ولکه پراخه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل