1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار ښار کي نن هم جگړه روانه وه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

په کندهار کي د طالبانو تر پرونۍ سختو حملو وروسته چي د ولايت پر مقر له توغنديو او ځانمرګي بريدونو سره جوختي وې، نن هم د افغان ځواکونو او ياغيانو ترمنځ نښتي وسوې.

https://p.dw.com/p/11BXr
په کندهار ښار کي د ملی اردو ځواکونه
په کندهار ښار کي د ملی اردو ځواکونهانځور: AP

د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال رزاق وويل: « د نښتو په دوام کي تر اوسه پوري درې کسان وژل سوي او 46 تنه نور ټپيان دي. هغه وويل چي په ټپيانو کي 24 پوليس هم شامل دي. البته دا روښانه نه ده چي د ياغيانو په ليکو کي څو تنه وژل سوي دي.

په داسي حال کي چي افغان ځواکونه چي د ناټو تر مشرۍ لاندي د آيساف مرسته ور سره ده ، په کندهار کي د طالبانو د مقاومت د ختمولو لپاره هلي ځلي لري، نن هم د ښار په دوو برخو کي د ماشيګڼو او چادونو غږونه واوريدل سول.

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخه، طالبانو په کندهار کي د استخباراتي ادارې ودانۍ ته نژدې يو ماموريت تر خپلي ولکې لاندي راوستی او له هغه ځايه په توغندي بريدونو لاس پوري کوي.

د طالباتو د پروني حملو لومړی هدف په لومړي سر کي د کندهار ولايت مقر ؤ. پر هغه باندي توغندي بريدونه وسول. د بريدونو په وخت کي د کندهار والي توريالي ويسا هم د مقر د وداني په دننه کي ؤ.

په يوې تلويزوني وينا کي ويسا د طالبانو هغه ادعا رده کړه چي نوموړي په حملو کي ټپي يا وژل سوی دی. هغه ژمنه وکړه چي ياغيان به د ولايت مقر ته نژدې له يو دکان څخه يې په حملو لاس پوري کړي دي، «يو په بل پسي له منځه يوسي.»

طالبانو د توريالي ويسا پر دفتر او د کندهار د استخباراتي ادارې پر وداني او د پوليسو پر ماموريتونو باندي د بريدونو مسووليت په غاړه واخيست او ويې ويل چي دا د هغوی د پسرلي د بريدونو يوه برخه ده. هغوی يوه اونۍ د مخه ددې حملو اعلان کړی ؤ.

د کندهار يو اوسيدونکي المان ږغ راډيو ته په تيلفوني تماس کي وويل چي په ښار کي د خلکو عادي ژوند «په ټپه دريدلی او په سلو کي 85 خلک په خپلو کورونو کي دي. دکانونه او مغازې تړلي دي.»

ياغيانو وويل چي په کندهار کي د هغوی دغه حملي چي په هغو کي څه د پاسه 6 ځانمرګي بريد کونکو برخه اخيستي وه، د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو له غچ اخيستو سره کوم ارتباط نه لري.

دغه راز له ارغنداب څخه هم د ياغيانو د حملو رپوټونه ورکړل سوي دي.د ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار په شمال لويديځ کي پرته دغه ښار ته د وسلو د ليږدولو مهمه لاره ګنله کيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل