1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اُسامه بن لادن څنگه ووژل شو؟

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

اسامه بن لادن چی د نړۍ تر ټولو خطرناکه تروریست پېژندل شوی ؤ پرون د پاکستان پلازمېني، اسلام آباد، ته په یوې نږدې سیمي کي د امریکایي ځواکونو لخوا ووژل شو. امریکایي پوځیانو اوس د ده د مړیني جریان برملا کړی.

https://p.dw.com/p/1180y
اوباما د خپلې امنيتي ډلې په گډه عمليات په ژوندۍ توگه څارل
اوباما د خپلې امنيتي ډلې په گډه عمليات په ژوندۍ توگه څارلانځور: AP

اُسامه بن لادن چي ورته د امريکا لخوا د نړۍ د تر ټولو لوی تروريست ويل کېدل، جسد يې په سمندر کي ډوب کړای شو. دی يکشنبې په شپه د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترځ کي ووژل شو. د امریکایي پوځیانو په وينا د اسامه بن لادن جسد د اسلامي مذهبي دودونو د تر سره کولو وروسته په اوبو کي ډوب کړای شو. د اسامه جسد وروسته له هغې چي په کفن کي وپوښل شو په یو دروند بکس کی ځای پر ځای شو او اوبو ته واچول شو.

څیړونکي گواښ کوي چي په اوبو کي د اسامه د جسد ډوبول کیدای شي چي د امریکایانو پر ضد د ځینو مسلمانانو احساسات وپاروي. ځینو ملایانو هم پر متحده ایالاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چي د مسلمانانو جسدونه باید په اوبو کي ډوب نه شي مگر دا چي دوی د سمندري سفر په جریان کي مړه شوي وي.

متحده ایالاتو هم د نړۍ په گوډ گوډ کي امریکایي وگړو ته امنیتي خبرتیا ورکړې. دCIA مشر لیون پنیتا ویلي چي القاعده به په یقین سره کوښښ وکړي چي د دغې شبکې د مشر د مړیني انتقام واخلي.

هغه کور چي بن لادن په کي ژوند کوی په 2005 کال کي جوړ شوی ؤ او په سیمه کي د نورو کورونو په پرتله اته واري لوی ؤ. د دغه کور پر دېوالونو هم اغزي لرونکی سیم غځول شوی ؤ او دغه کور ته د ننوتلو مخکي باید هر څوک د دوه کنټرولي دروازو څخه تېر شوی وای.

ویل کیږی چي د می مېلادي مياشتي د لومړۍ نېټي په ماخستن امریکایی ځواکونو یوه کوچنۍ ځانگړې ډله د چورلکو په واسطه د اسامه بن لادن کور ته ورسوله شوله. دغې ډلې د ډزو په تبادله کي د القاعدې مشر پر سر او سینې وویشتی چي د نوموړي د مړیني لامل شو. د بن لادن مېرمن چی گمان کیده مړه شوې، د دغو عملیاتو په ترځ کي زخمي شوه خو د اسامه بن لادن سره د ده یو زوی او یوه بله ښځینه هم وژل شوې. د اُسامه پر کور عملیاتو یوازي 40 دقیقې دوام وکړ.

اوباما او د ده امنیتي ډلې د دغو عملیاتو جریان په ژوندۍ بڼه په سپیني ماڼۍ کي لیده. یو امریکایی چارواکو ویلي چي د اسامه د جسد څخه اخستل شوې DNA د ده د کورنۍ د نورو غړو سره سل به سلو کی یو شان ده او دا خبر د دې شک چي اسامه دي ژوندی وي له منځه وړي.

د امریکا د سنا غړو هم اوباما د دغې لاس ته راوړنې په خاطر وستایه. اوباما به د راتلونکې پنج شنبې په ورځ هغې سیمي ته چي پر د سپتمبر د یولسم بریدونه ترسره شوي وه ولاړ شي. نوموړی به د دغي پیښي د قربانیانو د فامیلونو سره وگوري. د متحده ایالاتو چارواکي په دې خبره فکر کوي چی ایا د اسامه بن لادن د جسد انځورونه خپاره کړي او که نه. د هغه جریان څخه چی په ترڅ کی یې د اسامه جسد اوبو کي ډوب شوی یوه ویډیویي کېسټ هم ثبت شوی خو دا چي دغه انځورونه او ویدیوگانې به د رسنيو او عامو خلکو په اختیار کي کیښودل شي او که نه لا نده څرگنده.

مسعود جهش / آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی