1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسامه بن لادن څوک و؟

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

بن لادن هرچا پيژانده خو چا سم نه ؤ ليدلئ. لکه څنګه چي امريکايانو باله د نړۍ تر ټولو خطرناکه تروريست د خلکو په ذهن کي يو تصوير د ځانه پريښود چي په هغه کي يو نری سبزه مخ ، د ږيري او لنګۍ سره ښودل سوی دی.

https://p.dw.com/p/117cv
اسامه بن لادن
اسامه بن لادنانځور: AP

دده آواز هم د خلکو په غوږونو کي آشنا ؤ. ده په بې شميره ويډيويي تصويرونو او د ټيپ په فيتو کي خبري کړي وې چي د غربيانو له خوا تل د يوه مکار او حيله ګر په حيث بلل کيدی.

«کله چي ستاسي الوتکي او ټانکونه په افغانستان، عراق، فلسطين ،چيچنيا او پاکستان کي بې ګناه خلک او کوچنيان له منځه وړي ، بيا نو په تمسخر سره واياست چي نه !موږ پر اسلام باندي بمبارد نه کوو، زموږ هدف فقط ترهګر دي ، بيانو د دې پر ځای چي د هغو سره خبري اتري وکړی د کلتورونو پر ضد مبارزه کوی! خو په حقيقت کي داسي ښکاري چي تاسي درواغ واياست. غربيان هر څه په خپله ګټه سرته رسوي. دوی سوله نه غواړي بلکي غواړي چي موږ هغوی ته تسليم سو!»

اسامه بن لادن د صحيح او غلط او حق او ناحق په باب د ځانه سره يو خاص تصور درلود چي په هغه کي يې د هيڅ چا خبره نه منله. ده ددې کار دپاره پيسې هم درلودي چي په زرهاوو خلک پر ځان راټول کړي تر څو دده نظر ومني.

دی چي په سعودي عربستان کي د يوه تجار زوی ؤ ،په پنځلس کلنۍ کي يې لا د خپلي کورنۍ مشري پر غاړه درلوده. په عين حال کي ده د ساختماني انجينيرۍ تحصيل هم کاوه. په کال ۱۹۸۲ کي د سعودي په غوښتنه افغانستان ته وليږل سو چي په هغه وخت کي د روسانو دخوا اشغال سوي ؤ.

ده هلته د مجاهدينو د مقاومت په وخت کي د هغوی سره په ساختماني کارونو لکه د تونل د سيستم يا د مورچلونو د جوړولو په برخه کي مرسته کوله. ده د اسلامي نړۍ څخه د داوطلبو جنګياليو د روزني د پاره د مرکزونو په جوړولو کي هم مالي مرسته کوله.

کله چي دی په ۱۹۹۰ کال کي بيرته سعودي عربستان ته ولاړ، په رسمي ډول يې د امريکايي پوځونو موجوديت په خپل هيواد کي وغانده. چي ددغه کار په نتيجه کي دده څخه د سعودي عربستان تابيعت واخيستل سو.

پس له هغه اول په سوډان کي اوسيدی ،خو کله چي امريکانو غوښتل دی دهغه ځای څخه هم وباسي بيانو بيرته افغانستان ته ولاړ. هلته يې د ايمن الظواهري په نامه يوه مصري ډاکټر سره يوځای د القاعدې په نامه د يوې شبکې اساس کښيښود.

د القاعدې دغي شبکه بيا په يمن ، سوماليا سعودي عربستان او بلاخره امريکا کي بمي بريدونه پلانول. دده تر ټولو لوی پلان سوي بريدونه په نيويارک او پنتاګون کي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسمي خونړۍ بريدونه وه چي د هغه په نتيجه کي يي د درو زرو په شاخواکي انسانان له منځه ولاړل.

اسامه بلاخره په افغانستان کي خپلي مبارزې ته ادامه ورکوله. ده غوښتل د ټولو هغو کسانو پر ضد وجنګيږي چي د قرانکريم آيتونه لکه څنګه چي ده تعبيرول نه مني.

زاوب/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل