1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرپوزی له زندان څخه د ياغیانو په تیښنه کی څوک لاس لری

۱۳۹۰ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د کندهار له محبس څخه د سلګونو بنديانو تيښه په يوي معما بدله شوي. دا چې له دغه محبس څخه د بندي طالبانو په خلاصون کي مسوول چارواکي ګرم بلل کيږي، ښکاره خبره ده، خو يو لوړ پوړي افغان چارواکي اوس پاکستان ته هم ګوته نيسي

https://p.dw.com/p/115vf
طالب جنګیالی
طالب جنګیالیانځور: DW

د افغانستان د محابسو او توقیف خانو عمومې رییس د لومړي ځل لپاره ګاونډي هیواد پاکستان په دغه ډنډوره کې ښکیل وباله.

جنرال امیر محمد نن (پنجشنیبه) وویل طالبان په یوازي سر د دومره ستر پلان د پلي کولو توان نه لري او له شکه پرته چې پاکستان له هغوي سره مرسته کړي ده.

دا لومړی لوړ پوړی افغان چارواکې دی چی د کندهار له بند څخه د شاوخوا 400 خطرناکو بندیانو د تښتیدو په دسیسه کې د ګاونډي ملک د ښکیلاتیا خبره کوي.

هغه کمیسیون چی د دغې پیښې د څيړلو لپاره کندهار ته رسیدلی تر اوسه یې د بندیانو د تيښتي په تړاو د سرپوزی د محبس شل تنه کلیدي مسولین توقیف کړي دي.

جنرال امیرمحمد وویل: «د شلو تنو په شاوخوا کې د بندیانو د تیښتي په تړاو نیول سوي دي، که چیرته د څیړنو پر مهال روښانه سي چی نور کسان هم په دغه پیښه کې لاس لري و به یې نیسو، نیول سوي کسان د محبس ساتونکې، نوکریوالان او حتی د رهبري د کچې چارواکې دي.»

د افغانستان د محابسو عمومې ريیس که څه هم په ګاونډي پاکستان کې یو شمیر کړۍ د دغه زندان څخه د طالبانو په تیښته کې ښکیلي بولي خو د پیښې ډیر مسوولیت د محبس په ساتونکو ور اچوي.

جنرال امیرمحمد وایې که داسي وای چې حتی د ګوتو په شمیر د زندان ساتونکو هم د دغې تیښتې په اړه غوغا جوړه کړي وای نو امکان یی وو چې مخه یی نیول سوی وای، نو له دې ښکاري چی له یوه سره د محبس مامورین په دغه پلان خبر وو.

د کندهار د سرپوزې له محبس څخه چی د افغان عسکرو له لوري یی کلکه څارنه کیده د دومره زیات شمیر دغو سیاسي محبوسینو تیښتي زیاتي پوښتني رامنځ ته کړي دي.

اوس خلک وایې چې د کابل او کندهار ادارې باید د دغې شرمونکی پیښي په اړه ولس ته ځواب ورکړي.

په همدې موخه د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت ریاست او لوی څارنوالۍ له لوري یو عالي رتبه کمیسیون په دنده ګمارل سوي چی د پیښې د څرنګوالي په اړه تحقیق وکړي.

کابل/ جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم